خبرونه
هلمند کې القاعده د ۵ غړو په ګډون ۱۳ ترهګر ووژل شول
هوایي ځواکونو د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې پر ترهګرو هدفمند بریدونه تر سره کړل.
چې په پایله کې د هند شبه جزیرې له پاره د القاعده ۵ غړو په ګډون ۱۳ ترهګر ووژل شول.
غور کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو په تجمع باندې برید وکړ
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د غور ولایت مرکز فیروز کوه کې د طالبانو یوه تجمع په نښه کړه.
په پایله کې ۲ طالبان ووژل شول د طالبانو یوه سرګروپ" فاروغ" په ګډون ۴ نور ټپیان شول.
بلخ کې هوايي قواوو د طالبانو په یوې غونډې باندې برید وکړ
تېره ورځ هوايي قواوو، دبلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د طالبانو یوه غونډه په نښه کړه.
دغو بریدونو په پایله کې ۳ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
لغمان کې ۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۳ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
ملي دفاع وزارت د ملي اردو شهیدانو د محترمو کورنیو لپاره د مرستو لوی پروګرام دوهم پړاو په # لغمان کې پیل کړ
ملي دفاع وزارت د ملي اردو شهیدانو له محترمو کورنیو سره د مرستو لوی پروګرام په چوکاټ کې د #لغمان په ولایت کې د خوړو توکو بستې وویشل شوې.
ارزګان کې ۶ طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعيٍ، امنیتي ځواکونو او د هوايي قواوو په ملاتړ، د ارزګان ولایت خاص ارزګان او دهراود ولسوالیو کې طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۶طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
هلمند کې ۳ طالبان وژل شوي او د چاودیدونکو توکو ډیپو یې له منځه وړل شوې
تېره ورځ هوايي قواوو، هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې طالبان او سنګین ولسوالۍ کې د چاودیدونکو توکو ډيپو په نښه کړه.
هرات پشتون زرغون ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات
تېره ورځ دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
کندوز کې هوايي برید پرمهال ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ هوايي قواوو، کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په تجمع باندې برید وکړل.
په پایله کې ۸ طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.