ارزګان کې ۶ طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعيٍ، امنیتي ځواکونو او د هوايي قواوو په ملاتړ، د ارزګان ولایت خاص ارزګان او دهراود ولسوالیو کې طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۶طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن ۲پایې مخابرې، ۱ قاب دوربین، یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.