خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د ملي دفاع وزارت د محاربوي ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۵۲ تنه مجاهدين فارغ شول

 د ملي دفاع وزارت د بېلا بېلو قول اردو ګانو څخه ۵۲ تنه مجاهدین له ( چاودیدونکو توکو سره د مبارزې) کورس څخه د محرابوي ګډو زده کړو له روزنیز مرکز څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د ۲۰۷ الفارق قول اردو پر کارکوونکو د دښمن د برید په اړه د ملي دفاع وزارت اعلامیه

نن سهار ناپېژانده وسله والو د ۲۰۷ الفارق قول اردو د صحي پرسونل په یوه کاسټر ډوله موټر برید وکړ، چې له امله یې ۵ تنه شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.

پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۱:۵۰
Background image

د ۲۰۳ منصوري قول اردو (۵۵) تنه مجاهدین د خریطې له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

د ۲۰۳ منصوري قول اردو د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري (۵۵) تنه مجاهدین چې د تیرې یوې میاشتې په جریان کې یې زده کړې پیل کړې وې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۲۰:۵۱
Background image

د هرات په هوايي لوا کې د روسې mi17 ډوله چورلکې ترمیم او الوتنه 

د ۲۰۷ الفارق قول اردو د هوايي لوا تخنیکرانو په هڅو او کوښښونو، یوه روسۍ «Mi ۱۷» ډوله چورلکه، چې له تېرو لسو کلونو راهیسې غیر فعاله وه، بيا ځلې ترمیم کړې.

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۲۱:۲۲
Background image

د سردار محمد داود خان روغتون ته سرپرست قومندان معرفي شو

د ملي دفاع وزارت رهبرۍ د لزوم ديد له مخې مولوي محمد شفیق د سردار محمد داود خان روغتون  قوماندانۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوی وؤ، نن ورځ د ستر درستيز صحيه قوماندانۍ قوماندان ډاکټر محمد طاهر "احرار" له

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

په کونړ ولایت کې د ۱۶ میله وسلو د قاچاق مخه ونيول شوه

 د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشفي راپورونو پر اساس د کونړ ولايت اړوند سرحدي سيمه کې د ۱۶ میله وسلو د قاچاق مخه ونیول شوه.

شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۱۹:۵۷
Background image

د طبي علومو په اکاډمۍ کې د "طبي څېړنو اساسات" کتاب کتنې ته وړاندې شو

نن د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د ډاکټر همایون سعیدي لخوا د "طبي او حیاتي احصایوي څیړنو اساسات" چاپ شوی کتاب کتنې ته وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۲۲:۲۸
Background image

د سرپل په بلخاب کې د مخدره توکو د پروسس يوه لويه کار خونه کشف او له منځه یوړل شوه

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو مجاهدينو د هدفمندو عملياتو په ترڅ کې د سرپل ولايت بلخاب ولسوالۍ په للندر کلي کې، چې د مخدره توکو (شيشې) د پروسس يوې لويې کارخونې له کلونو راهيسې فعاليت درلود،

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۱۹:۳۱
Background image

د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو دريمې پلې لوا لومړي کنډک څخه ۶۰ تنه مجاهدین فارغ شول

دملي دفاع وزارت  ۲۰۱ خالد  بن وليد (رض) قول اردو، دريمې پلې لوا لومړي کنډک(۶۰) تنه مجاهدین د نظامي او مسلکي زده کړو څخه ، ديوې غونډي په ترڅ کې فارغ شول.

Pagination