د طبي علومو په اکاډمۍ کې د "طبي څېړنو اساسات" کتاب کتنې ته وړاندې شو
نن د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د ډاکټر همایون سعیدي لخوا د "طبي او حیاتي احصایوي څیړنو اساسات" چاپ شوی کتاب کتنې ته وړاندې شو. دا کتاب چې ۲۷ فصلونه لري، د څېړنیزو میتودونو او طبي احصایو په اړه له ډېرو بېلګو او انځورونو سره تشریح شوی دی.
د نوموړي کتاب په کتنه کې چې مسؤلینو، کارپوهانو او ډاکټرانو ګډون کړی و، د طبي علومو اکاډمۍ قوماندان برید جنرال دوکتور محمد اسماعیل "وردک" د دغه کتاب چاپ د افغانستان د طبي علومو اکاډمۍ لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.
دا کتاب به د ځوانو ډاکټرانو، روزونکو، دوکتورا زده کونکو، متخصصینو، پروفیسرانو، ساینسي او څیړنیزو کارمندانو، او منځنیو طبي پرسونل لخوا د کارولو لپاره اغیزمن وي.