د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو  ګډو زده کړو قوماندانۍ د ۱۵۵۰ تنه ځوانو منسوبینو په فراغت غونډه کې د کابینې یو شمېر غړو ګډون وکړ

web_admin

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو  ګډو زده کړو قوماندانۍ له ښوونیز مکتبونو څخه د یاد وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۵۵۰ تنه ځوان منسوبین د بیلابیلو عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو او عملي تطبیقاتو څخه وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر الحاج مولوي عبدالطیف "منصور"، د سرحداتو او قبایلو چارو وزیر الحاج مولوي نورالله "نوري"، د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاوین حافظ عبدالمجید (حاجي حافظ) او د اسلامي امارت ګڼ شمیر مسؤلینو، رئیسانو او مجاهدینو ګډون کړی وو.

د سرحداتو او قبایلو چارو وزیر الحاج مولوي نورالله "نوري" پخپلو خبرو کې وویل: کوم امنیت چې اوس قایم دی دا ستاسو د جهاد او تکلیفونو پایله ده، مخکی دلته څو واکمنۍ حاکمې وې هر چا خپل حکومت کاوه افغانان په بېلابیلو ډلو او واکمنیو ویشل شوي وو، اوس الحمدلله یو مرکزی حکومت دی او ټول یو موټۍ دي اخوت او وحدت رامنځ ته شوی دی.

همدا راز مسؤلینو پخپلو خبرو کې زیاته کړه: چې خپل دوښمن ته متوجې شئ، خپلې ارادې مو لا قوي کړئ او د خپلو شهیدانو ارمانونه پوره کړئ، نن چې د هیواد ټول وګړي په ارامه خوب کوي دا ستاسو برکت دی ، خپل وحدت وساتئ له اختلافاتو څخه په کلکه ډډه وکړئ په درکړل شوي مسؤلیت صابر اوسئ او په پوره امانتدارۍ سره یې سرته ورسوئ.

په ورته مهال یاد فارغانو خپل نمایشات او نظامي مانورونه په عالي نظم د مسؤلینو په حضور کې تر سره کړل او غونډه د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.