د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۴۵ تنه ځوان منسوبين فارغ شول 

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۴۵ تنه ځوان منسوبين د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مخابري، صحیه او د نقلیه وسایطو د حفظ او مراقبت له دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول. 

مسؤلینو د وینا پر مهال د اعداد اهمیت او ارزښت بیان کړ او له یادو فارغانو څخه یې وغوښتل چې د مشرانو له اوامرو څخه په بشپړه توګه اطاعت وکړئ.

ورته مهال نویو فارغانو اسلامي نظام  څخه د ساتنې او دفاع په پار د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالي وښود.

غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.