د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د ۲۳۵ تنه محصلینو په فراغت غونډه کې د ملي دفاع سرپرست ګډون وکړ

s.mohmand
جمعه ۱۴۰۲/۱۱/۱۳ - ۱۷:۳۰
د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د ۲۳۵ تنه محصلینو په فراغت غونډه کې د ملي دفاع سرپرست ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ ابن جبل ملي پوځي اکاډمۍ له پنځلسمې دورې څخه ۲۳۵ تنه محصلین نن د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په  ياد غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې يو شمير غړو، مسؤلينو، مشرانو او مجاهدينو ګډون کړي وو. د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب "مجاهد" د وينا په مهال محصلينو ته سپارښتنه وکړه: چې تاسو د دې خاورې بچیان یاست او دې خاورې ته به خدمت کوئ او د اسلامي او ملي ارزښتونو ترڅنګ به سرحداتو ساتنه کوئ، تاسو ته ملت اميدونه لري او د ملت شتمني په تاسو مصرف شوې، بايد خپل مسؤليت په ښه اخلاص ترسره کړئ؛ قومي، نژادي او سمتي تبعيض څخه ځانونه وساتئ. همدا راز د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال الحاج شير محمد عباس " ستانکزي" د وينا په مهال وويل: لکه څنګه چې زموږ سلفو قرباني ورکړې، همدارنګه به موږ هم قرباني ورکوو، او خپل هیواد او خاورې ته به خدمت کوو، ملت بايد راضي کړو، ترڅو زموږ ملت زموږ سره اوږه په اوږه ودرېږي.

همدا راز مسؤلینو زیاته کړه: دغه محصلين به په آينده کې د دغه هیواد او خاورې ساتنه کوي او محصلينو ته اوس مسؤليت ورسپارل کېږي، بايد خپل مسؤليت ته متوجه شي. غونډه د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب "مجاهد" له لوري د دیپلومو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته