د وسله وال پوځ لوی درستیز په کندهار ولایت کې د تازه امنیتي پلانونو د پلي کېدو هدایت ورکړ
د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیا"، د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او د تازه عملیاتي پلانونو د څېړنې په موخه، نن دغه ولایت ته ولاړ.
د وسله وال پوځ لوی درستیز، د ځانګړو ځواکونو قول اردو له قوماندان برید جنرال هیبت الله "علیزي" د هوايي ځواکونو قوماندان ډګر جنرال فهیم رامین د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان بریدجنرال شفیق الله رسولزي، جنرالانو او افسرانو سره په لیدنه کې، تازه امنیتي پلانونه وړاندې کړل او د وسله وال پوځ لوی درستیز هدایت ورکړ، څو د کندهار ولایت د لا ښه امنیت د ټینګښت او د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره دفاعي او امنیتي ځواکونه خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
دفاعي او امنيتي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د کندهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې دښمن ته درانه تلفات اړولي او د ترهګرو له شتون څخه يې پراخه سیمي پاکې کړي دي.
د وسله وال پوځ لوی درستیز د یاد ولایت په ارغنداب، ژیړۍ، ډنډ او میوند ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لاسته راوړنو او هڅو ستاینه وکړه، او ټینګار یې وکړ، چې د خلکو د مال او ځان ساتنې په برخه کې دې دفاعي او امنیتي ځواکونه له مخکې زیاته هڅه او کوښښ وکړي.