د ملي دفاع سرپرست وزیر د سر مفتشیت په جوړه شوې فراغت غونډه کې ګډون وکړ

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۱۷:۴۸
د  ملي دفاع سرپرست وزیر د سر مفتشیت په جوړه شوې فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د یاد وزارت سرمفتشیت په ریاست کې د (۲۶) تنو مفتشینو د توحیدي معایناتو د دوه میاشتني کورس د دوهمې دورې د فارغانو په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مفتشینو ته د هغوی د دندو د پیژندلو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل د اسلامي اردو په چوکاټ کې د روڼتیا او حساب ورکونې په خاطر باید په مسلکي او 'ریښتینې توګه د بې پرېتوب او توازن په ساتلو سره لا زیاتې هڅې وکړي.

او همدا راز له دوی څخه یې وغوښتل چې د خپلو دندو په بهیر کې د خلکو کرامت، هویت او باور ته جدي پاملرنه وکړي. په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

بېرته خبرونه ته