د ملي دفاع سرپرست وزیر د افغانستان په چارو کې د چین هېواد استازی سره وکتل

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۲۱:۵۵
د ملي دفاع سرپرست وزیر د افغانستان په چارو کې د چین هېواد استازی سره وکتل

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، نن د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت استازی یوشیايوینګ سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزير، ښاغلي یوشيايوینګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره  د چین د ښو اړیکو او همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل: «د اسلامي امارت په راتګ سره له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له چین سره دوه اړخیزې اړیکې پراخې او ورځ په ورځ پياوړي کيږي».

دغه راز ښاغلي يوشيايوينګ په افغانستان کې د بشپړ امنيت او ثبات د ټينګښت په اړه خوشبيني څرګنده کړه، په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې يې د افغانستان له خلکو سره د چين د ولسي جمهوريت د مرستو او همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

په پاى کې دواړو لوريو، د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر دوام او لا پراختيا ټينګار وکړ.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

بېرته خبرونه ته