د ملي دفاع سرپرست وزیر د اسلامي نړۍ عالمانو له لوړ پوړي پلاوي سره په ليدنه کې «د فلسطين مسئله نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی»

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۲۳:۵
د ملي دفاع سرپرست وزیر د اسلامي نړۍ عالمانو له لوړ پوړي پلاوي سره په ليدنه کې «د فلسطين مسئله نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی»

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" تېره ورځ ماښام د اسلامي نړۍ د علماوو له لوړ پوړي پلاوي سره چې کابل ته راغلی وو وکتل. لومړی، د ملي دفاع سرپرست وزیر ياد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: « اسلامي امارت د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او هر اړخیز ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي. له شک پرته، چې دغسې ليده کاته به د حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام د فلسطین شهیدانو روح ته دعاء وکړه او پر غزې يې د اشغالګرو اسرايلو صهیونیستي رژیم بمباري وحشیانه وبلله او ویې ویل: «هغه څه چې نن په فلسطین کې روان دي نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی، لکه څنګه چې د اسلامي امارت مجاهدین په خپلو ایماني وسلو سره نړۍ د سترو قدرتونو په مقابل کې بریالي شول، فلسطینیان به خامخا په خپل قوي هوډ دا جګړه ګټي.»

ورپسې ډاکټر علي محمد "قره داغي" د دغه پلاوي په استازیتوب خبرې وکړې، نوموړي د یرغلګرو پر وړاندې د افغانستان د مجاهد او مېړني ولس د اتلوليو او سرښندنو یادونه وکړه او ویې ویل: « په افغانستان کې د اسلامي امارت بریا الهام بښونکي هيله وه.

د اسلامي نظام د حاکمیت له برکته اوس په دې هېواد کې خلک په بشپړ خوندي چاپیریال کې ژوند کوي.» د خبرو په دوام، دغه پلاوي د اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ له پروګرامونو ملاتړ وکړ او د افغانستان خلکو ته یې د اسلامي هېوادونو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه غونډه نړۍ د مسلمانانو يووالي او پیوستون په ټینګار او د فلاح په دعا پای ته ورسیده.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

بېرته خبرونه ته