د ملي دفاع سرپرست وزیر ختيځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو له مسؤلینو او منسوبينو سره وليدل 

web_admin
جمعه ۱۴۰۲/۵/۱۳ - ۱۵:۲
د ملي دفاع سرپرست وزیر ختيځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو له مسؤلینو او منسوبينو سره وليدل 

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» خلکو سره د ليدنو کتنو په دوام په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو اړوند د قطعاتو او جزوتامونو له يو شمير چارواکو او منسوبينو سره وليدل.

د ملي دفاع سرپرست وزير د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو کې د تشريفاتو قطعې د معاينې تر څنګ د دغه قول اردو له ښوونيز مرکز څخه لیدنه وکړه او د يادې قول اردو له قوماندان مولوي عبدالصبور "ابودجانه" او نورو چارواکو سره يو ځای د هېواد ختيځ زون د وضعيت ارزونه وکړه، د نظم د لا ښه والي او اصلاحاتو د رامنځته کېدو په موخه يې توصيه او لازمې لارښوونې وکړې.

همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزير په هېواد کې د امنیت د تامین په برخه کې د مجاهدینو له شپه او ورځ هلو ځلو قدرداني وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپلو مسوولیتونو ته په کلک هوډ سره جدي پاملرنه وکړي او د هېواد د بيت المال ساتنې او اسلامي نظام  خدمت ته لومړيتوب ورکړي.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۹
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کونړ کې د دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملامحمد فاضل "مظلوم" د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د کونړ ولایت امنیتي وضیعت ارزونې په موخه د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو اړوند د عبدالله بن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۹:۵۶
Background image

د هیواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په اړه د وسلوال پوځ لوی درستیز د تسلیت پیغام!

په ډیر تأسف سره خبر شولو چې تیره جمعه د هیواد په شمال بغلان، غور، تخار، بدخشان او هرات ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

بېرته خبرونه ته