خبرونه
په شمال ختیځ زون کې د یوناما رئیس د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان سره وکتل
تېره ورځ د یوناما رئیس بوجیدار "دیمیدروف " پخپل کاري دفتر کې د شمال ختیځ زون ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا رحمت الله سره وکتل، او د اړوند مسائلو په هکله یې بحث او خبرې وکړې.
د ستر درستیز روغتیایی قومندانۍ سره د طبي متشبسینو ټولنې مرسته
افغانستان د درملو او طبي توکو د متشبسینو صحيې ټولنې له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، ۶۶ قلمه درمل او ۷ قلمه طبي توکي د ستر درستیز صحيې قومندانۍ ته وسپارل شول.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو انجنیرۍ ټیم له لوري د بېلابېل ډول وسایطو ترمیم او فعالول
د ۲۰۳ منصوري قول اردو انجینرۍ ټیم په هڅو،۹ چاین لرونکي بلډوزر، ۸ لوډر، ۳ سکواټر،۱۵ انټرنیشنل، ۱۳ ډمپټرکونه،۳ کرینک، ۴ فورک لیفټونه او ۱۰ ټریلر بیا ځلې فعال او ګټې اخیستنې ته چمتو کړل.
اعلاميه!
د ملي دفاع وزارت ويب سايټ د هک کيدو په تړاو د شايعاتو ردول د هکرانو ادعا چې ځان د «افغانستان اسلامي جمهوريت سايبري اردو» بولي، چې ګواکې موږ د ملي دفاع رسمي ساېټ هک کړی دی، بې بنسټه او له واقعيت لري
د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۵۵۰ تنه مجاهدین فارغ شول.
د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بنسټیزو زده کړو له ښوونځي څخه د ملي دفاع وزارت د امنیت او حمایې لوا (۵۵۰ )تنه مجاهدین د لنډمهاله پوځي او عقیدتي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته په داسې حال کې چې
د ۲۰۹ الفتح قول اردو سرحدي مسوولانو او د ازبکستان سرحدي چارواکو تر منځ په حیرتان بندر کې ګډه غونډه تر سره شوه
تیره ورځ د ۲۰۹ الفتح قول سرحدي قوماندانانو او د ازبکستان سرحدي چارواکو د پلاوو تر منځ په سرحداتو کې د لا ښه امنیت د ټېنګښت، د نشه یې توکو قاچاق د مخنیوي، د اړیکو لا همغږۍ او د افراطیت پر وړاندې د م
د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه۹۰ تنه منسوبين فارغ شول
تيره ورځ د ۲۰۵ البدر قول اردو د دريمې ابودجانه لوا له ښوونيز مرکز څخه ۹۰ تنه منسوبين د بنسټيزو پوځي او فکري زده کړو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د ملي دفاع وزارت د مسلخ تصدۍ رياست بيا ځلې په کار پيل وکړ
نن د ملي دفاع وزارت د مسلخ تصدۍ رياست په ځانګړې پرانيست غونډه کې د مادي تخنيکي او لوژيستيک معاونيت مرستيال مولوي محمد شفيق «مشفق»، د لوژيستيک احضاراتو او عينياتو رئيس مولوي عبدالقيوم الیاس او مسلخ
د ۲۰۷ الفارق قول اردو پر کارکوونکو د دښمن د برید په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه
نن سهار څو تنو وسله والو د ۲۰۷ الفارق قول اردو د کارکوونکو پر لېږدونکي کاسټر ډوله موټر برید وکړ، چې له بده مرغه په پایله کې ۲ تنه شهیدان او یو شمېر ټپیان شول.