خبرونه
په ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو کې ۵۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ۲۰۱خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند د درېیمې پلې لوا له دریم کنډک څخه ۵۰ تنه مجاهدین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه ۶۵۰ تنه مجاهدين فارغ شول
په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ عزم قول اردو د شوراب له تعليمي مرکز څخه ۶۵۰ تنه مجاهدين د بنسټيزو پوځي او عقيدوي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ فارغ شول.
د طبي علومو اکاډمۍ د نظامي طب نوی قوماندان معرفي شو
داکټر ډګروال ذبیح الله "عزیزی" د صحیه قوماندانۍ د رهبرۍ لخوا د صحیه قوماندانی د طبی علومو اکاډمۍ نظامي طب د قوماندان په توګه کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
قندهار کې د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه ونيول شوه
د کندهار ولایت شورابک ولسوالۍ په سرو څاهانو سیمه کې د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د درېيمي سرحدي لواء د کشف او استخباراتو مسؤلینو له لوري یو شمیر وسلې او مهمات چې په قاچاقي توګه له هېواد څخه بهر انتقا
په پکتیکا ولایت کې یو شمیر اسلحې او مهمات ونیول شول
د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې د یو لړ تصفيوي عملیاتو په نتیجه کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د دوهمې سرحدي لوا دوهم سرحدي کنډک مجاهدینو له لوري یو شمیر اسلحي او مهمات ونیول شول.
په پروان ولايت کې دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول
د پروان ولايت جبل السراج ولسوالي کنډک سنګر ساحه کې دوه کړۍ ماینونه چې کلونه وړاندې ځای پر ځای شوي وو، د ٣١٣ مرکزي قول اردو اړوند د شهید آفتاب رح فرقې د دویمې پلې لوا څلورم کنډک مجاهدینو له لوري کشف
په تخار کې یو ځای پرځای شوی ماین کشف او شنډ شو
تیره ورځ د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ د ښاروالۍ په انګړ کې، چې څو کاله وړاندې يو کړۍ ماين ځای پر ځای شوی وو، د ۲۱۷ عمري قول اردو د دويمې پلې لوا د کشفي او استخباراتي مجاهدینو له لوري کشف او شنډ شو.
د ۴۰ کلن جنګ له معلولینو سره د ( بیا احیا ) په مرکز کې نغدي مرسته وشوه
د ا.ا.ا رهبرۍ د فرمان په اساس او د ملي دفاع وزارت د هدایت له مخې یوه اندازه پیسې چې د رئیس الوزرا له لوري د (بیا احیا) مرکز لپاره ځانګړې شوې وې، تیره ورځ د صحیه قومندانۍ مسؤلینو په حضور کې د ۴۰ کل
په خوست او میدان وردګو ولایتونو کې ۶۷ کیلومتره سړک له واورې پاک شو
په خوست او میدان وردګو ولایتونو کې لويې لارې چې د تېرو څو ورځو د سخت اورښت له امله تړل شوی وه ، د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز انجنيري ریاست منسوبينو له لوري د ۶۷ کيلو متره په اوږدوالي هغه سړک پاک ک