خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۲:۴۳
Background image

بلخ کې هوايي قواوو د طالبانو په یوې غونډې باندې برید وکړ

تېره ورځ هوايي قواوو، دبلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د طالبانو یوه غونډه په نښه کړه.

دغو بریدونو په پایله کې ۳ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۲:۱۴
Background image

لغمان کې ۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

 
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۳ طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

‏ ملي دفاع وزارت د ملي اردو شهیدانو د محترمو کورنیو لپاره د مرستو لوی پروګرام دوهم پړاو په # لغمان کې پیل کړ

ملي دفاع وزارت د ملي اردو شهیدانو له محترمو کورنیو سره د مرستو لوی پروګرام په چوکاټ کې د #لغمان په ولایت کې د خوړو توکو بستې وویشل شوې.

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

ارزګان کې ۶ طالبان ووژل شول

تېره ورځ دفاعيٍ، امنیتي ځواکونو او د هوايي قواوو په ملاتړ، د ارزګان ولایت خاص ارزګان او دهراود ولسوالیو کې طالبان په نښه کړل.

چې په پایله کې ۶طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۹:۲۶
Background image

هلمند کې ۳ طالبان وژل شوي او د چاودیدونکو توکو ډیپو یې له منځه وړل شوې

تېره ورځ هوايي قواوو، هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې طالبان او سنګین ولسوالۍ کې د چاودیدونکو توکو ډيپو په نښه کړه.

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۹:۱۵
Background image

هرات پشتون زرغون ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات

تېره ورځ دفاعي، امنیتي او کومانډو ځانګړو ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ کې طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۸:۵۶
Background image

کندوز کې هوايي برید پرمهال ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ هوايي قواوو، کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په تجمع باندې برید وکړل.
په پایله کې ۸ طالبان ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۹ - ۱۹:۴۷
Background image

غزني کې د طالبانو یوه مهم غړي په ګډون ۱۷ ترهګر ووژل شول

نن له غرمې وروسته د غزني ولایت قره باغ  ولسوالۍ" پیروګي" کلي کې طالبان په یوې کارخونې کې د ماین جوړولو او لیږد په حال کې وو چې کارخونې چاودنه وکړه. 

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۹ - ۱۸:۲۲
Background image

د ملي اردو د معظمو شهیدانو له محترمو کورنیو سره د مرستو او همکاریو په دوام سره، نن په#کاپیسا ولایت کې د ملي اردو د شهیدانو محترمو کورنیو ته د خوړو توکو بستې وویشل شوې 


د ملي اردو د معظمو شهیدانو له محترمو کورنیو سره د مرستو او همکاریو په دوام سره، نن په#کاپیسا ولایت کې د ملي اردو د شهیدانو محترمو کورنیو ته د خوړو توکو بستې وویشل شوې. 

Pagination