خبرونه
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۲ طالبان ووژل شول، ۴۸ ټپيان شول او ۲ نور ونیول شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۹۲ طالبان ووژل شول، ۴۸ ټپیان شول او ۲ کسان ونیول شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
بغلان کې د طالبانو ولسوال په ګډون ۲۰ ترهګر ووژل شول
تېره شپه دفاعي امنیتي او کومانډو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د بغلان ولایت د ګذرګاه نور، جلګه او بغلان جدید ولسوالیو اړوندو سیمو کې پر طالب ترهګرو بریدونه وکړل.
هرات ولایت کې د ۳ ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شوه
تېره شپه ترهګرو طالبانو د هرات ولایت غوریانو ولسوالۍ"مناوجو" او نوروز ها" کې دملکي او پوځي کسانو وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ۳ کړۍ ماینونه ځای پرځای کړي وو.
لغمان کې د هوایي برید پر مهال ۱۷ طالبان ووژل شول
تېره ورځ هوایي ځواکونو د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۷ طالبان ووژل شول, ۴ تنه ټپيان شول, د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
مېدان وردګو کې ۴ طالب ماین ایښودونکي ووژل شول
تېره شپه طالبانو غوښتل د مېدان وردګو ولايت سید اباد ولسوالۍ کې د سړک په غاړه ماینونه ځای پرځای کړي، هوایي برید په ترڅ کې ووژل شول.
بلخ کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول
تېره شپه کومانډو ځواکونو د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول او ۳ تنه نور ټپيان شول.
بادغیس کې د ۳ طالب ترهګرو نیول کیدل
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د بادغیس ولایت مرکز شهر قلعه نو «شب باشک» سېمه کې عملیات تر سره کړل.
چې په ترڅ کې ۳ طالب ترهګر «نورالدین»، «عبدالحکیم» او «احمد شاه» ونیول شول.
د بغلان په نهرین کې ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اړول شوې
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ کې د طالبانو په غونډې باندې برید وکړل
په پایله کې ۸ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
هلمند کې دطالبانو د سرې قطعې یو مهم قوماندان ووژل شول
نن مخکې له غرمې دفاعي او امنیتي ځواکونو دګډو عملیاتو په دوام سره د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار "بولان" سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.