خبرونه
د هرات په زیرکوه کې ۱۳۰ طالبان د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره يو ځای شول
د هرات ولایت زیرکوه ولسوالۍ “نورزایي” سیمه کې د حاجي مردان په مشرۍ ۱۳۰ طالبان د وسلو، مهماتو او تجهیزاتو سره یو ځای دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یو ځای شول.
د فاریاب اندخوی ولسوالۍ د ترهګرو له کنټرول څخه بېرته ازاده شوه
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
د پکتیا سید کرم ولسوالۍ د ترهګرو له کنټرول څخه ازاده شوه
دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
هلمند کې د ۱۲ خونړیو پیښو مخه ونیول شوه
تېره ورځ، طالب ترهګرو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند «بولان» سمه کې ۱۲ بیلابیل ډول ماینونه ملکي او پوځي کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
د کندز ولایت مرکز اړوند د یو هوايي برید په ترڅ کې ۱۵ طالب ترهګر ووژل شول
د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیاتو په دوام، نن سهار هوايي قواوو د کندز ولایت مرکز اړوند د طالب ترهګرو تجمع ځای په نښه کړ.
د ننګرهار په حصارک کې د ۴ خونړیو پیښو مخه ونیول شوه
تېره ورځ، طالب ترهګرو د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند ۴ کړۍ ماینونه ملکي او پوځي کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
زابل کې ۶ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د زابل ولایت مرکز قلات اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۶ ترهګر ووژل شول.
کاپيسا کې ۱۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د کاپيسا ولایت تګاب ولسوالۍ "جالو خیل" او "شاکوټ" اړوند سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۶ ترهګر ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
لغمان کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۶ ترهګر ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.