خبرونه
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۷ طالبان ووژل شول، ۱۱۹ ټپیان او ۴ نیول شوي
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۶۷ طالبان ووژل شول، ۱۱۹ ټپیان شول او ۴ نیول شوي
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
جوزجان کې د طالبانو ۳ قوماندانانو په ګډون ۲۹ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوايي ځواکونو د جوزجان او سرپل ولایتونو غځېدلې اوږدې لارې "افغان تپې" سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې د طالبانو ۳ قوماندانانو په ګډون ۲۹ ترهګر ووژل شول.
بدخشان کې ۳۲ طالب ترهګر ووژل شول او برېدونه یې دفع شول
تېره ورځ، دفاعي امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونکونکو د هوايي قواوو په ملاتړ، د بدخشان ولایت کرن و منجان ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
د لغمان په الینګار کې طالبانو د یو مخکښ قوماندان وژل کیدل
نن، هوايي ځواکونو د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ اړوند په طالب ترهګر هوايي برېد تر سره کړ.
چې په پایله کې د طالب ترهګرو یو مخکښ قوماندان «عزیز الرحمن» مشهور په «حذیفه» ووژل شو.
هرات کې هوايي برېد کې ۲۱ ترهګر طالبان ووژل شول
نن وروسته له غرمې هوايي ځواک، د هرات ولایت زاول ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
دغه برېد کې ۲۱ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۰ نور سخت ټپیان شول.
لغمان کې د طالبانو ۳ مهم قوماندانانو په ګډون ۱۸ ترهګر ووژل شول
نن سهار، دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو په ملاتړ، د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
هلمند کې د طالبانو سرې قطعې یوه مخکښ قوماندان په ګډون ۲۳ ترهګر ووژل شول
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
کندز کې ۲۵ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د کندز-خان اباد د لارې په اوږدو کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۰ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.
هلمند کې ۱۲ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۵ طالب ترهګر ووژل شول او ۷ نور سخت ټپيان شول