ملي دفاع وزارت کې د زمري ۲۸ مه د هېواد د خپلواکۍ کلیزه په ځانګړې توګه ولمانځل شوه

s.mohmand
جمعه ۱۴۰۱/۵/۲۸ - ۱۵:۲۲
ملي دفاع وزارت کې د زمري ۲۸ مه د هېواد د خپلواکۍ کلیزه په ځانګړې توګه ولمانځل شوه

د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو یو سلو درېمه کلیزه، د ملي دفاع وزارت د سرپرست وزیر، مرستیالانو، ریسانو، منسوبینو او یو شمېر مجاهدونو په شتون کې د ملي دفاع وزارت په مقر کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب «مجاهد»، د انګریزانو څخه د هېواد خپلواکي یو له مهمو، تاریخي او اسلامي پیښو څخه یاده کړه او زیاته یې کړه: د افغانستان مجاهدو خلکو د دغه میراث د ساتلو او د نړۍ د نورو لویو استعمارګرو پر وړاندې مبارزه وکړه او د دغې ورځې لمانځنه په ډېر ویاړ سره کوي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: د نظام دښمنان غواړي د هر ډول قومي، ژبني او مذهبي دسيسو په ترسره کولو سره د ملت او دولت ترمنځ تفرقه رامنځته کړي، خو موږ ټول باید هوښیار اوسو او خپل ملي یووالی وساتو.

ویناوالو د خپلو خبرو په دوام، د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مرستیالانو هر یوه، رئیسانو او مېلمنو ته د مبارکۍ تر څنګ د خپلو خبرو په ترڅ کې د دسیسو پر وړاندې د خلکو پر یووالي ټینګار وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د هېواد د خپلواکۍ او آزادۍ د ساتلو مسولیت منونکي اوسي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ویناوو په پای کې د خپلواکۍ منار ته ولاړ او د بانډو د تشریفاتو کنډک د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې يې پر منار د ګلونو ګیډۍ کېښوده.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو الوتکو د دې ورځې د لمانځلو په موخه د کابل په اسمان کې الوتنې وکړې، خپل ځواک او وړتیا یې وښوده.

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳مه کلیزه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې په هېواد کې د اشغال هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي، دا هېواد د واحدې رهبرۍ او د بهرنیانو د لاسوهنې پرته اداره کیږي.
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۲۲:۴۴
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر د ترکیې هیواد له نوي سفیر سره وکتل

نن ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د ترکیې هیواد له نوي سفیر جنک اونال سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۲۱:۷
Background image

دمسلح ځواکونو ستردرستیز د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه

دمسلح ځواکونو ستردرستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د۲۰۵البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه؛ په دغه لیدنه کې د هیواد ستر درستیز د ۲۰۵ البدر قول اردو قومندان الحاج ملا محمد خان “دعوت” او د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

‏د ملي دفاع وزارت لمړي مرستیال تورخم ته د افغان کډوالو د ښه راغلاست په موخه سفر وکړ

تیره ورځ ‏د ملي دفاع وزارت لمړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او ورسره مل پلاوي تورخم ته د هغو افغان کډوالو مخې ته د ښه راغلاست په موخه سفر وکړ چې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه په. . .

بېرته خبرونه ته