تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸ طالبان ووژل شول او ۱۴۲ نور ټپیان شول

s.mohmand

دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۵۸ طالبان ووژل شول او ۱۴۲ نور ټپیان شول. همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۶ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد ننګرهار، پکتیکا، لوګر، غزني، میدان وردګ،کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار، بدخشان، کندوز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.