دحربي ښوونځې دسپورتي کلوپ په ساحه کې دیوې حلقې روتري ډوله ژورې څاه کیندلو پروژه

web_admin

Publish Date

Closing Date

Location kabul

دتدارک موضوع: دحربي ښوونځې دسپورتي کلوپ په ساحه کې دیوې حلقې روتري ډوله ژورې څاه کیندلو پروژه (قطر ۱۲ انچه ژوروالی ۱۵۰ متره)

دملي دفاع وزارت دتدارکاتو محترم ریاست  ټولو په شرایطو برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو دیادي پروژې په داوطلبي کي ګډون وکړي  اوپه پاکټ کي تړلي اوبند افرونه دشرطپاڼې دشرایطو او دتدارکاتودقانون اوکړنلاري مطابق وړاندي کړي.

دآفرتضمین : په مقدار د(25000)  افغانی اویابل هر ډول اسعار چي دتبادلې وړ، وي  منل کیږي . همدارنګه دافر تضمین دبانک ګرنټي (بانکی تضمین پاڼې )په شکل  چی دهیواد دمعتبرو بانکونو څخه وي اخستل کیږی . دافردتضمین داعتبار موده باید د ۱۱۸ تقویمی ورځو څخه چی دافر پرانیستنی دورځي څخه پیلیږي کمه نه وي .

ادرس: دتدارکاتوریاست ، خواجه بغرا ، پنځم نمبر بلاک ،۲۱۳ نمبر اطاق

دآفرونو دتسلیمولولپاره ټاکلی وخت: داوطلبان کولای شي خپل افرونه دآفردتضمین سره یوځای تر (7/8/1402) نېټې پوري چي د (یکشنبی ) ورځي سره  برابریږي ، سهار (10:00) بجو پوري تسلیمولای شی  .که چیري دآفر پرانیستنې ورځ د رخصتي له ورځې سره برابره شي ، درخصتې له پای ته رسیدلو سره سم ، درسمیاتو په لمړۍ ورځ ، سهار (10:00) بجې آفر پرانیستنه ترسره کیږي.

دتدارکاتودسندونوژبه : پښتو ، دری  

دآفرپرانیستلولپاره ټاکلی وخت:  د (پنج شنبې) ورځ چي د (7/8/1402) نېټې سره سمون خوري سهار  (10:00) بجې .

دشرطپاڼي دترلاسه کولولپاره  : دتدارکاتوریاست دودانیزوچارودتدارکاتو مدیریت .

دآفرپرانیستلو ځای: دملي دفاع وزارت دتدارکاتوریاست، آفر پرانیستني بلاک

۱- یادونه : له قدرمنو داوطلبانو څخه غوښتنه کیږي چي ټوله شرطپاڼه په پوره غور سره مطالعه کړی او دکاري شالید ،  ورته پروژو، مالي وړتیا اسناد او دي ته ورته نور اسناد چي په شرطپاڼه کي غوښتل شوي وي تسلیم کړي .

۲-یادونه:که چیري داوطلبان شرطپاڼه دملي دفاع  محترم وزارت اویا دتدارکاتودملي اداري له سایټ څخه په سافټ ډول ترلاسه کوي  له دوی څخه غوښتنه کیږي چي په داوامداره توګه یادو سایټونو ته مراجعه وکړي ترڅو که چیري په شرطپاڼه کي تعدیلات  راځي په اړه یی لازم مالومات لاسته راوړي او دآفر دتسلیمولو په وخت کي (داړتیا په صورت کي) نوموړي تعدیلات مهراو امضاکړی او له خپل آفر سره یی یوځای وړاندي کړي

اوهغه شرکتونه چي شرطپاڼه په هارډ (کاپي) ډول ترلاسه کوي  په شرطپاڼه کي دهرډول تعدیلاتو په صورت  دتدارکاتو ریاست لخوا په رسمي ډول شرکت ته صادریږي  چي شرکت یی مهر اوامضاکړي او له آفرسره یی یوځای وړاندي کړي .

هغه داوطلبان چی شرطپاڼه دانترنیټ له لاري ترلاسه کوي دراجستر په موخه دآفرپرانیستنې له جلسي څخه مخکي ددرخواست له پاڼې سره یوځای دتدارکاتوریاست ته مراجعه وکړي

۳-یادونه : که چیري د داوطلبي د اعلان او دداوطلبي داسنادو دنېټې ترمینځ توپیر وي دشرطپاڼي نېټه داعتبار وړ ده .

نوټ :  دیادي پروژې اعلان او شرطپاڼه  په سافټ ډول په یوه سی ډي (CD)کي له دي مکتوب سره یوځاي تاسو ته درولیږل شو .

پاملرنه: دافغانستان اسلامي امارت ریاست الوزرا د 951 ګڼه او 19/2/1445 نېټه حکم له مخې د۱۴۰۲ کال تراخره د ودانیزو چارو پروژو کې دآفر تسلیمولو معیا دتدارکاتو دخبرتیا (اعلان) له خپریدلو وروسته تر (۷) تقویمې ورځو پورې ټاکل شوی ده.

Documents

دحربي ښوونځې دسپورتي کلوپ په ساحه کې دیوې حلقې روتري ډوله ژورې څاه کیندلو پروژه

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۴۷ kabul
Background image

اطلاعیه اعطآء قرارداد اتهیه مواد و اجرای احجام پروسه کاری امورات ساختمانی وشبکه برق اعمارسایبان ورکشاپ برای ریاست کشف واستخبارات سیاه سنگ  وزارت دفاع ملی از بابت سال مالی ۱۴۰۴

بدین وسیله به تاسی ازفقره)2(ماده چهل سوم قانون تدارکات و امریه نمبر(۸)مورخ۵/۱/۱۴۴۷ مقام وزارت دفاع ملی به اطلاع عموم رسانیده میشود اینکه ریاست تدارکات وزارت دفاع ملی در نظردارد قرارداد . . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۴۵ kabul
Background image

اطلاعیه اعطآء قرارداد مسجد قلعه جنگی قول اردوی 209 الفتح

بدین وسیله به تاسی ازفقره)2(ماده چهل سوم قانون تدارکات و امریه نمبر(۱۴۰۸)مورخ۵/۱/۱۴۴۷ مقام وزارت دفاع ملی به اطلاع عموم رسانیده میشود اینکه ریاست تدارکات وزارت دفاع ملی در نظردارد . . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۴۳ kabul
Background image

اطلاعیه اعطآء قرارداد بلوک دوم لوای دوم قول اردوی 313 مرکزی بند شاه و عروس

بدین وسیله به تاسی ازفقره)2(ماده چهل سوم قانون تدارکات و امریه نمبر(۱۴۰۹)مورخ۵/۱/۱۴۴۷ مقام وزارت دفاع ملی به اطلاع عموم رسانیده میشود اینکه ریاست تدارکات وزارت دفاع ملی در نظردارد . . .

Back to tenders