کندهار کې ۲۴ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ کې طالبان په نښه کړل.

 په پایله کې ۲۴ طالبان ووژل شول او ۱ کس بل ټپي شو.

همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

 د دې پخواکې ۴۱۳ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو یاد ولایت ارغنداب او خاکریز ولسوالیو کې دملکي او پوځي کسانو  د وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پرځای کړي وو.

خوشبختانه  دملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.