د پکتیا د ولایت په مقام کې د صفونو د تصفیې کمېسیون غونډه وشوه

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۹ - ۱۶:۵
د پکتیا د ولایت په مقام کې د صفونو د تصفیې کمېسیون غونډه وشوه


د ملي دفاع وزارت د سرمفتش او د صفونو د تصفیې کمېسیون  د مسؤل محترم مفتي لطیف الله حکیمي صاحب په مشرۍ چې د سر مفتشیت، مرستیال مولوي حمدالله منصوري صاحب، دصفونو د تصفیې د کمېسیون مرستیال او د استخباراتو د لوی ریاست ددفتر رئیس مولوي عبدالله غزنوي صاحب او د یاد کمېسیون د سمع شکایاتو د مسؤل مولوي صبغت الله لطیفي صاحب په ګډون لوړپوړی پلاوی  د پکتیا مرکز ګردیز ښار ته ولاړ. 

د پکتیا د ولایت په مقام کې د ياد ولايت د مرستيال والى او سر پرست مولوي احمد طه صاحب ، د پکتیکا د امنیه قومندان مولوي عبدالقیوم هلال صاحب، د پکتیا ولایت د استخباراتو مسؤل مولوي لیاقت عمر، اداري مولوي ابراهیم، د ښرنې د استخباراتو مدیر مولوي احسان الله حماد، د لوګر د استخباراتو مسؤل مولوي شفیع الله، اداري میرویس، د خوست ولایت د استخباراتو مسؤل مولوي ناصر،  په ګډون د زون اړوند د ټولو ولایتونو د والي صاحبانو او نظامي ارګانونو له نماینده ګانو سره خصوصي مجلس او بیا تالار کې   عامه جلسه چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوه، 
د صفونو دتصفیې د کمېسیون  مشرانو، علماء کرامو او د پکتیا مرستیال والي  صاحب د صف د تصفيې د موضوع په اړه ویناوې وکړې. 


وروسته دیاد کمېسیون طرزالعمل او دصفونو دتثبیت پاڼې او همداراز دکمېسیون لخوا څخه دصفونو دتصفیې دکار دپیل په اړوند د جنوبي زون پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر دولایتونو له نماینده ګانو سره دنظرونو تبادله وشوه 

او د یاد زون د ولایتونو لپاره دیاد کمېسیون تشکیل جوړ او دکار لپاره ټولو ولایتونو ته تشکیل شو

 دکمېسیون دڅانګو  مسؤلینو ته لازم امکانات په واک کې ورکړل شول. غونډه د طرزالعمل او د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

سرپرست وزارت دفاع ملی با هیأت ازبکستانی دیدار کرد

الحاج مولوی محمد یعقوب "مجاهد"، سرپرست وزارت دفاع ملی، امروز، در دفتر کاری خود با رئیس استخبارات کشور ازبکستان جنرال کوربونوف باخودير، جنرال مختورف فرخ معاون وی، جنرال خسانوا سليمژون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

دیدار سرپرست وزارت دفاع ملی با وزیر امور خارجه ایران و هیأت همراه

مولوی محمد یعقوب “مجاهد”، سرپرست وزارت دفاع ملی، امروز در دفتر کاری خود میزبان سید عباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران، و هیأت همراه وی بود. 

در این دیدار، سرپرست وزارت دفاع ملی با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

شارژدفير قطر با وزير دفاع امارت اسلامی افغانستان ملاقات نمود

مولوی محمد یعقوب "مجاهد" وزير دفاع ملی ا.ا.ا، امروز در دفتر کاری خود محترم مُردِف القاشوطی، شارژدفير قطر در کابل را به حضور پذیرفت.

ایشان ضمن پایداری روابط دوجانبه، از کمک و همکاری‌های. . .

BACK TO NEWS