۶۶ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۳ هوايي بریدونه د هېواد په ۷ ولایتونو کې تر سره کړي دي.
د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۶۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۴۷ تنه ټپیان او ۳ تنه نیول شوي دي.
غزنی- خواجه عمریو، قره باغ ولسوالیو او مرکز کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې، ۲۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او ۴ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
تخار- اشکمش ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.
بلخ- نهر شاهي، چاربولک او چمتال ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
میدان وردک- جلریز ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
پکتیکا- ګومل ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
هلمند- سنګین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
نیمروز- غورغوري ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر نیول شوي دي.