۳۷ تن ترهګر ووژل شول!

zia_omid

کابل-افغانستان: د ملي اردو ځواکونو د چانیزو عملیاتو په دوام په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼیز عملیات ۷۷ ځانګړې کوماندویي دندې تر سره شوي، هوايي ځواکونو د عملیاتو په ملاتړ ۲۲ هوایي بریدونه او ۱۴۵ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۳۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۲۴ تنه ټپیان او ۳ تنه نور نیول شوي دي.

دا عملیات د افغان هوایي ځوکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د تخار، پکتیا، هلمند، فاریاب، هرات، ارزګان، فراه، بلخ، بغلان، غزني، کونړ، نیمروز او بدخشان په ولایتونو کې تر سره شوي، په پایله کې د تخار ولایت د بهارک او چاه آب ولسوالۍ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان، د پکتیا ولایت د ګرده څیړۍ په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او یو شمیر سولې او مهمات له منځه وړل شوي، د هلمند ولایت د مارجې، سنګین او نهر سراج ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۲۰ موضع ګانې، ۴۰ متره خندقونه، ۱۵ تیرکشه او ۴۴ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي او د فاریاب ولایت د پشتونکوټ او بلچراغ ولسوالیو کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ۲ تنه ټپیان، ۲ تنه نیول شوي او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

همدا راز د غزني ولایت د اندړو او قره باغ ولسوالیو کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی، د ارزګان ولایت د نایچین په سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان، د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی، د فراه ولایت مرکز اړوندسیمه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان، د بلخ ولایت د بلخ او چمتال ولسوالیو کې یو تن ترهګر وژل شوی، یو تن نیول شوی، یو موټر سایکل، یو میل وسله او ۵۰۰ کیلوګرامه مخدره توکي لاسته راغلي او د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر له منځه وړل شوی دی.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، د افغانستان د خلکو له اصیلو بچییانو نه جوړ، دخپلې خاورې نه د دفاع لپاره قوي عزم او هوډ لري.