د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښونیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له بېلابېلو جزوتامونو څخه ۳۰۰ تنه ځوان منسوبین د یوې دورې تر بشپړولو وروسته فارغ شول؛ په یادو مراسمو کې د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد "محمدي"، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې مرستیال قاري عبدالواصل "نظري"، د ٢١٩ عمر ثالث فرقې درستیزوال ملا جاوید "ناصر" او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون کړی وو.
د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد "محمدي" فارغانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: اسلامي نظام په علم، ایمان، تقوا او عدالت باندې ولاړ دی؛ ستاسو مسؤلین هغه کسان دي چې خپل ژوند یې د علم، جهاد او اخلاص په لاره کې تېر کړی دی.
په پای کې فارغانو مسلکي زده کړې د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې او مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ چې له اسلامي نظام څخه به په پوره هڅه دفاع او ملاتړ کوي؛ مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.