د ٢٠٩ الفتح قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۸۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ له ښوونیز مرکز څخه (٨٠٠) تنه ځوان منسوبین د درې میاشتنیو پوځي، تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد "محمدي"، د ٢٠٩ الفتح قولاردو مرستیال ملا عبدالوکیل "منیب"، دبلخ ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ عبدالجلیل "شهیدخیل"، د شمال زون علماء کرامو او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون درلود.
مسؤلینو فارغانو ته پخپلو خبرو کې وويل: ستاسو دا هڅې او زیارونه د اعداد یوه برخه ده؛ همدا شان یې فارغ شویو منسوبینو ته د لاښه خدمت په موخه د اړینو سپارښتنو ترڅنګ په ورسپارل شوي مسؤلیت کې د بریاوو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د ٢٠٩ الفتح قول اردو له دغه ښوونیز مرکز څخه د تېرو دورو په دوام دا اتمه دوره ده چې د ښوونيز مرکز څخه په پوځي، تکتیکي او عقیدوي برخو کې په بریالۍ توګه د هېواد د دفاع په پار ځوان منسوبین فارغیږي؛ غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده.