د وسلوال پوځ لوی درستیز د توپچي ریاست د ظرفیت لوړونې سیمینار په پای مراسمو کې ګډون وکړ

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د توپچي ریاست له لوري د سیمیزو قطعاتو او جزوتامونو د توپچي ۶۵ تنه مدیرانو او امرینو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی دایر شوی سیمینار نن د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت"، د جلب او جذب قوماندان مولوي تُراب الهادي "طیب عمر" او د رهبري شویو مرمیو استاد ملا صدیق الله "مستري" په حضور کې پای ته ورسېد.

د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" پخپلو خبرو کې وویل: د توپچي څانګه یو له مهمو څانګو څخه دی څومره چې زموږ توپچي برخه پیاوړي وي په همغه اندازه به زموږ اردو قوي وي موږ باید له خپلو سرحداتو څخه په کلکه دفاع وکړو او په راتلونکې کې د هر ډول تهديد په وړاندې متوجې واوسو او په ښه مهارت سره د هغو په وړاندې ودریږو؛ یاد مراسم د تصدیق پاڼو په ورکولو او دعایه کلام سره ختم شول.