د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۷۳ تنه ځوان منسؤبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو (۷۳) تنه ځوان منسؤبين د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مختلفو څانګو، بدني روزنې( بوکس،تکواندو، والیبال) او صحيه د دوه مياشتنيو او درې مياشتنيو کورسونو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په يادو مراسمو کې یو شمېر مسؤلینو هم ګډون کړی وو؛ مسؤلينو فارغانو ته د لازمو سپارښتنو ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې ترلاسه کړې زده کړې او مهارتونه په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو منسؤبینو ته هم ور زده کړئ!.