د ۲۰۹ الفتح قول اردو اړوند د فاریاب په لومړۍ پلې لواء کې لسګونه نظامي وسایط او ګڼ شمیر وسلې ترمیم شوې

web_admin

د ۲۰۹ الفتح قول اردو اړوند د فاریاب لومړۍ پلې لواء دویم کنډک د انجینرۍ ټیم له لوري لسګونه نظامي وسایط او زيات شمیر ثقیله وسلې  ترمیم او ګټي اخیستنې ته چمتو شوې.

په دغو وسایطو کې۲۰عرداې هاموي ټانګونه، ۷ عرادې انټرنېشنل، ۴عرادې رنجر امبولانسونه او همداراز په وسلو کې ۲میله زیکویک او ۲میله دهشکې شاملې دي.

همدارنګه هغه انجنیرانو چي په هڅو یې یاد وسایط جوړ شوي وو د لومړۍ پلې لواء له لوري په نغدي جایزو سره وستایل شول، د یادونې وړ ده چې له دې وړاندي هم په یاده لواء کې لسګونه عرادې نظامي وسایط او وسلې ترمیم او ګټي اخیستنې ته چمتو شوې وو.