د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۹۸۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه د بیلا بیلو قطعاتو او جزوتامونو ۹۸۵ تنه ځوان منسوبین له څلور میاشتنیو عقیدوي، پوځي او مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق "انور" د تعلیماتو او پرسونل مرستیال مولوي بازمحمد"حمیدي"، د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله "مدني"، ګڼ شمېر رئیسانو مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق "انور" په خپلو خبرو کې وویل: موږ په داسې ځای کې راټول شوي یو له کوم ځای څخه چې زموږ د هیوادوالو عزت د پردیو په لمسون لوټل کیده لله الحمد اوس دلته د هیواد او ملت ساتنې لپاره منسوبین روزل کیږي، د دوښمن د مقابلې لپاره اعداد ته ضرورت ده، موږ باید پرمخ تللې وسله ولرو ترڅو دوښمن ورباندې مغلوب کړو، او خپله ازادي وساتو.

د یادونې وړه ده چې په دغو فارغانو کې ۳۵۰ تنه نوي ځوانان د پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه جذب شوي وو فارغ شول.

ورته مهال نویو فارغانو ژمنه وکړه چې د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتو دي، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.