په ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو کې ۱۰۰ عرادې نظامي وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول

web_admin

د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند د حمايه لوژستيکي کنډک، تخنيکي مديریت په ورکشاپ کې د یادې قول اردو ۱۰۰  عرادې بېلابېل ډول نظامي وسایط لکه: هاموې، انټرنېشنل، ډمپر، رنجر او فورد کليپ وسایط ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.

مسؤلينو په خپلو خبرو کې وويل: دغه وسایل او وسایط بیت المال دی موږ او تاسو یې باید په ساتنه کې پوره احتیاط وکړو او د بیت المال اړوند وسايطو او وسلو ساتنې په موخه به خپلو هڅو ته لا دوام ورکړو.

د یادونې وړ ده چې دغه وسايط له تېرې ادارې څخه عارضدار پاتې وو، چې اوسمهال ترميم او د استفادې وړ وګرځيدل