د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو له لومړۍ سرحدي لوا څخه لیدنه وکړه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو له لومړۍ سرحدي لوا څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل مظلوم د خپل کاري سفر په ترڅ کې چې د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو قوماندان او یو شمیر مسؤلینو یې ملتیا کوله د لومړۍ سرحدي لوا څخه لیدنه وکړه.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په هغه غونډه کې چې د لوا په تالار کې نیول شوې وه ګډون وکړ او معرفت ترڅنګ يې د دوی د شل کلن جهاد  لاسته راوړنو او زړورتیا وو یادونه وکړه او ويې ویل: دا نظام د زیاتو قربانیو په نتیجه کې لاسته راغلی موږ باید ددې شکرانه ادا کړو او په هر ډول شرایطو کې قربانۍ ته اماده ووسو.

په پای کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په لومړۍ کرښه کې د ياد وزارت د ملي اسلامي اردو سرحدي منسوبينو ته، چې د هيواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه د دفاع کولو دنده په غاړه لري، د دغه وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې څخه ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

بېرته خبرونه ته