د ٢٠٩ الفتح قول اردو د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې عاجلې کمیټې په جوزجان ولایت کې له ګڼ شمیر هیواد والو سره مرسته وکړه

s.mohmand

د ٢٠٩ الفتح قول اردو د طبعي پیښو پر وړاندي د مبارزې عاجلې کمیټې له لوري (٦)شپږ عراده انټرنیشنل موټر چې د حیواناتو لپاره خوراکه پکي بار وه د جوزجان ولایت لرې پرتو سیمو ته واستول شول او هلته یې له اړمنو هیوادوالو سره مرسته وکړه.

د سیمې خلکو له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونه څخه مننه وکړه چې په دې سختو شرایطو کې د خپلو هیوادوالو لاس نیوی کوي.

دیادوني وړ ده چي د وارو په دې تازه سختو څپو کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو اړوند ټولې لواګانې او کنډکونه له خپلو هیوادوالو سره په خدمت بوخت دي۔