د میدان وردګو په پنځمې پلې لواء کې لسګونه عرادې وسایط ترمیم شول 

web_admin

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د پنځمې پلې لواء د تخنیک آمریت د مسؤلینو په هڅو د لواء په قرارګاه، په اول او دوهم پیاده کنډکونو کې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو پر مټ ۱۹ بېلابېل ډوله وسایط ترمیم شول.

په دغو  وسایطو کې ۱۳ عرادې هاموي ټانګونه، ۳ عرادې انټرنیشل موټر، ۱ عراده رنجر ورکشاپ،  ۱ عراده کرنګ او ۱ عراده امبولانس شامل دي.