‏د مخابرې او تکنالوژي ریاست څخه ۷۶ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د مخابرې او تکنالوژي ریاست د ظرفیت لوړولو له دوه میاشتني مسلکي زده کړو له دویمې دورې څخه ۷۶ تنه ځوان منسوبین نن د یو شمېر رئیسانو په حضور کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ملي دفاع سرمفتش مفتی لطف الله "حکیمي" یادو فارغانو ته ارزښتناکې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې د یوې ادارې اسرار پټ وساتئ او په اداره کې چې کوم محرم کارونه وي هیڅکله یې افشا نکړئ پخپل ځان تل باوري اوسئ.

همدا راز د مخابرې او تکنالوژې ریاست رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" پخپله وینا کې وویل: تاسې د ادارې د لاښه پرمخ بیولو لپاره ورزول شوی خپلو کارونو ته متوجې اوسئ او په کارونو کې  هیڅکله غفلت درنه ونشي کوشش وکړئ چې ادار د خپلو اصولو مطابق پرمخ یوسئ.

غونډه یادو فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.