د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۶۱ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو(۶۱) تنه ځوان منسوبین د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو تامیناتو او ټيټ رتبه بریدملانو ښوونځیو له مسلکي کورسونو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان د وینا پر مهال د پوځي زده کړو (اعداد) اهمیت او ارزښت بیان کړ او له نویو فارغانو څخه يې وغوښتل چې ترلاسه کړې پوځي او مسلکي زده کړې د امانت په توګه په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړئ.

همدا راز مسؤلینو یادو فارغانو ته مجاهدینو ته د اطاعت په هکله هم لازمې سپارښتنې وکړئ، په ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی وښود.

غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.