حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۷۴ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

‏ د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بیلا بیلو قطعاتو او جزوتامونو ۷۴ تنه ځوان منسوبین د جګړه ایزو ملاتړ او جګړه ایزو ځواکونو ښوونځیو له مسلکي څانګو څخه نن د يوي غونډي په ترڅ کې فارغ شول.

مولوي صاحب نصيب الله مدني نوي تازه فارغانو ته د اطاعت هر اړخيزه وینا وکړه او همدا راز زياته یې کړه: چې په ترلاسه کړو زده کړو اکتفا ونکړي او له نورو فرصتونو څخه هم بشپړه ګټه پورته کړي.

ورته مهال نویو فارغانو له اسلامي نظام څخه د ساتنې او دفاع لپاره د هيواد په هر ګوټ کوټ کې خدمت کولو ته چمتوالي وښود.