د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۷۳ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو(۷۳) تنه ځوان منسوبين د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ټيټ رتبه بریدملانو  او جګړه ایزو تامیناتو ښوونځيو  له مسلکي څانګو څخه د مسؤلینو په حضور کې نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

مسؤلینو فارغ شوي منسوبين خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له یادو فارغانو څخه یې وغوښتل چې ترلاسه کړې مسلکي زده کړې په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو  ته هم ور زده کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو اسلامي نظام  څخه د ساتنې او دفاع په پار د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالي وښود، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.