د ٢٠٩ الفتح قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٨٠٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د شمال زون ٢٠٩ الفتح قول اردو د ساحوي نظامي ښوونیز مرکز له درې میاشتنيو عقیدوي، نظامي او مسلکي زدکړو څخه ٨٠٠ تنه ځوان منسوبین د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې مسؤلینو یادو فارغان ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: چې تاسو د اسلامي نظام د ساتنې او حفاظت لپاره روزل شوي یاست له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو څخه په کلکه دفاع وکړئ.

د یادولو وړ ده چې په دغو فارغانو کې ۶۵ تنو ته د ستار فضلیت هم ورپه سر کړل شو، همدا راز فارغانو خپل پوځي نمایشات او مانورونه په عالي ډول د مسؤلینو په حضور کې تر سره کړل.