په ۲۰۹ الفتح قول اردو کې د نسایي ولادي ۲۰ بستریز روغتون جوړ او افتتاح شو

web_admin


د ۲۰۹ الفتح قول اردو اړوند په سل بستریزه ضمیموي روغتون کې د (مستشفي عمر په نوم ۲۰ بستریز نسایي ولادي روغتون)، تیره ورځ د ستر درستیز د روغتیایي قوماندان ډاکټر محمد طاهر «احرار» له لوري رسما د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانسته وشوه.

دغه ضمیموي روغتون چې په هېواد کې د روغتیايي چوپړونو د وړاندې کولو په موخه د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز  مشرتابه له لوري د ځانګړې پاملرنې له مخې، په ۲۰۹ الفتح قول اردو کې په بنسټیزه توګه جوړ شوی، چې د مجهز لابراتو، ټلویزیوني معایناتو، درملتون او همدا راز د داخلې او اطفالو په څانګو کې به د ملي اسلامي اردو منسوبینو او د هغوی د کورنیو غړو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.