د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۴۵۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۴۵۰ تنه ځوان منسوبین د بېلابیلو ښوونیزو درې میاشتینو عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه تېره ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ۲۲۱ شهید فتاب فرقې قوماندان مولوي فرید احمد "فرهاد" د پروان ولایت مرستیال والي مفتي محمد ادریس "انوري"، د پنجشیر ولایت امنیه قوماندان مرستیال او ګڼ شمېر مسؤلینو  مشرانو او منسوبین ګډون درلود.

مسؤلینو پخپلو خبرو کې وویل: دا کوم قوت چې ستاسو په وجود کې شتون لري د دې ملت د حفاظت او ساتنی لپاره یې وکاروئ، تاسو ددې ملت ساتونکی یاست له خپلو هیوادوالو سره نیک چلند وکړئ، له هیوادوالو سره د ورورګلوی رشته قایمه کړئ، همدا راز زیاته یې کړه چې تاسو ددې ملت خادمان جوړ شئ نه حاکمان له خپل ولس سره مینه وکړئ.

همدا راز زیاته یې کړه: چې لله الحمد اوس موږ او تاسو په داسې ځان کې موقیعت لرو چې په تیر شل کلن اشغال کې پر مؤمنو افغانانو ډول ډول وحشتونه، چاپې او بمباردونه له دې ځای څخه رهبري کیدل نن موږ او تاسو ورباندې په ازاده توګه ژوند کوو.

په ورته مهال کې یادو فارغانو نظامي مانورونه هم په عالي ډول ترسره کړل او ژمنه یې وکړه چې د خپلو وینو په بدل کې به له اسلام او هیواد څخه ساتنه کوو، په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.