په بغلان او تخار ولايتونو کې ګڼ شمیر وسلې کشف او تر لاسه شوې

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷عمري قول اردو د کشفي منسوبینو له لوري په تخار ولایت او د بغلان ولایت په اندرابونو کې د کشفي راپورونو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمیر وسلې کشف او تر لاسه شوې.

په دغو وسلو کې دوه قبضه راکټ، څلور ميله پيکا، ۱۲ ميله کلاشينکوف، شپږ قبضې تفنګچې، دوه ميله ګربين توپک، دوه ميله موش کوش شامل وو.