په ۲۱۷ عمری قول اردو کې ګڼ شمېر وسایط او وسلې ترمیم شوې
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمری قول اردو دتخنيک او اسلحی مديريت په حمایه لوژستيکي کنډک کې د مسلکي او تخنیکي پرسونل په دوامداره هڅو سره ګڼ شمېر وسایط او وسلې ترمیم شوې.
په ترمیم شویو وسايطو کې د قول اردو د جزوتامونو اړوند رینجر موټر، ټیلر، انټرنیشنل، هاموي او ضربتي ټانکونه او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې چې په تیره اداره کې تخریب شوې وې د دوهم ځل لپاره ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.
د یادونې وړ ده چي دغه وسايط دشپږو مياشتو په لړ کې تقریبا (۶۱۴) بېلابیل ډول وسایط او (۱۸۲) میله سپکې او درنې وسلې ترمیم شوي دي.