د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو زړورو منسوبینو (۳) تنه د وسلو قاچاقبران ونيول

web_admin

د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د عبدالله بن مسعود (رض) دريمې پلې لوا د لومړي پياده کنډک د کشف او استخباراتو زړورو منسوبینو (۳) تنه د وسلو قاچاقبران له یو عراده سراچه موټر او دوه میله کلاشینکوفونو سره په ننګرهار ولایت خوګیانو ولسوالۍ کې ونیول.

د یاد کنډک مسؤلینو پخپلو خبرو کې وویل: هیچاته اجازه نه ورکوو چې د ولسونو امنيت اخلال کړي او په  قاچاقي توګه د وسلو پير او پلور وکړي.