د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه ۴۰ تنه منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي د فاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو(٤٠) تنه مجاهدین د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ په بیلابیلو څانګو کې د(۶) اونیو مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو او مشرانو ګډون کړی وو، چې په خبرو کې یادو مجاهدینو ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه : چې له دغو مسلکي زده کړو څخه د اسلامي نظام او هیواد څخه په دفاع کې استفاده وکړئ.

همدا راز یادو فارغانو د هیواد په هرګوت کې په هر ډول شرایطو کې خدمت کولو ته چمتووالي وښود، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.