ملي دفاع وزارت څه باندې ۳۶میلیونه افغانۍ د هرات ولایت زلزله ځپلو سره نغدي مرسته وکړه

web_admin

د هر اړخیزو همکاریو په لړ کې ملي دفاع وزارت مشرتابه داځل، د هرات ولایت زلزله ځپلو هېوادوالو لپاره په ياد ولايت کې د کورونو جوړولو په برخه کې، ۳۶ میلیونه پنځه سوه او ۷۴ زره افغانۍ نغدې ډالۍ کړې.

د ملي دفاع وزارت دغه نغدي مرسته د ستر درستیز د اوپراسیون رئیس مولوي نور الرحمن "نصرت" او د یاد وزارت ویاند  عنایت الله "خوارزمي" له لوري د یو شمېر علماوو په حضور کې د هرات ولایت د علماوؤ شورا رئیس شیخ محمد بشر "حلیمي" او د هرات ولايت د زلزله ځپلو هېوادوالو ته د رسيدنې د کميسيون رئيس ته تسلیم کړه.

په داسې حال کې، چې د ملي دفاع وزارت په ځانګړې توجه سره، ۱۰ میلیونه افغانۍ مخکې هم د لويديځ زون زلزله ځپلو هېوادوالو ته د مرستې په توګه ډالۍ کړې وې.

همدا راز د لويديځ زون په ولایاتو کې د وروستۍ غمجنې پېښې رامنځ ته کیدو سره سم، د ملي اسلامي اردو ځواکونو خپل مسلکي او فني ټيمونه لکه: هوایي ځواک، انجینري، صحي او نور منسوبين واستول، چې تر اوسه يې له خپلو هېوادوالو څخه هيڅ ډول کوښښونه او هڅې نه دي سپمولي.