د تخار ولایت په ولسي غونډه کې د وسلوال پوځ لوی درستیز "مونږ په سیمه کې د یو قوي او ځواکمن اسلامي نظام استحکام ته ژمن یو

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۴۳
د تخار ولایت په ولسي غونډه کې د وسلوال پوځ لوی درستیز "مونږ په سیمه کې د یو قوي او ځواکمن اسلامي نظام استحکام ته ژمن یو

نن ورځ د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاری فصیح الدین "فطرت" د هیواد شمال زون تخار ولایت ته د یو سفر په ترڅ کې د ( هوسا ملت او مسؤل نظام ) تر عنوان لاندې ولسي غونډې په مراسمو کې ګډون او خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې د وسلوال پوځ لوی درستیز د وروستي اشغال په وړاندې د مجاهدینو د مبارزې یادونه وکړه او همدا راز ولس ته یې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې مونږ په سیمه کې د یو قوي او ځواکمن اسلامي نظام استحکام ته ژمن یو.

لوی درستیز د خپلو خبرو په دوام هغو کسانو ته چې د هېواد په چارو کې د استعمار او لاسوهنې فکر کوي، وویل: د دې هېواد مسلمان او خپلواک ملت د پردیو استعمار نه شي زغملی، له نړۍ مو غوښتنه دا ده، چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړی. 

همدا راز په دغه مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر، مجاهدينو او د یاد ولايت بېلابېلو خلکو هم ويناوې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته