د ستردرستیز لومړي مرستيال د یو پلاوي په مشرۍ پکتیا او خوست ولايتونو کې د منصوري قول اردو اړوند سرحدي سیمو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت ستر درستیز لومړي مرستیال حاجي مالي خان “صدیق” نن د یو پلاوي په مشرۍ په داسې حال کې چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دوهمې سرحدي لواء قوماندان مولوي محمد آصف “ذاکر” او یو شمېر مسؤلینو یې ملتیا کوله، په پکتیا او خوست ولايتونو کې د منصوري قول اردو د دوهمې سرحدي لواء د سرحدي سیمو، سرحدي ځواکونو او منسوبینو څخه لیدنه وکړه.
د ستر درستیز لومړي مرستیال د یاد سفر په لړ کې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو د ارزونې سربېره په سرحدي سيمو کې د نوي غزيدلي سړک او نویو جوړو شويو پوستو څخه د لیدنې ترڅنګ د دوهمې سرحدي لواء د رهبرۍ او منسوبینو د ترسره کړو کړنو ستاینه او قدردانۍ وکړ او منسوبینو ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.