د ملي دفاع سرپرست وزیر د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ليدنه وکړه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۲۲:۴۶
د ملي دفاع سرپرست وزیر د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ليدنه وکړه

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» د هېواد لويديځ زون سفر  په ترڅ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له چارواکو او منسوبينو سره يې وليدل.
په دغه ليدنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر پر نظام جوړونه او ښې حکومتولۍ د خبرو په ترڅ کې وويل: «په هېواد کې د يوې منظمې، مسلکي او خپلواکې اردو لرل د اسلامي نظام او افغانستان د ديندارو خلکو له موخو څخه وو، چې له نيکه مرغه اوس دغه ارزښتونه شتون لري».

د ملي دفاع سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام زياته کړه:«هغه کسان چې غواړي له اسلامي اردو سره يوځای شي، د هېواد ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي».

په‌داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه، چارو د لا ښه ترسره کولو، په اسلامي اردو کې د نظم او دسپلين په موخه خپلو قطعاتو او جزوتامونو ته لازمې سپارښتنې کړي دي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته